ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                February 27, 2025 at 04:10 PM
                               
                            
                        
                            ۲۸/۸/۱۴۴۶
په جلالآباد کې د چنن الدین جومات د جوړولو چارې پیل شوې 
 د ننګرهار مرکز جلالآباد ښار کې د استقلال (چنن الدین) جومات د جوړولو چارې د مسئولينو، ملي سوداګرو، دیني عالمانو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې پیل شوې. 
د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مفتي عبدالستار سیرت د یاد مسجد د بنسټ ايښودلو پر مهال د مساجدو د ارزښت او ټولنیز اهمیت په اړه خبرې وکړې. هغه له ټولو هغو اشخاصو څخه مننه وکړه چې د دې مسجد د رغولو لپاره یې هلې ځلې کړي او له ملي سوداګرو یې وغوښتل چې د پروژې په بشپړولو کې همکاري وکړي. 
د دعوت ارشاد آمر حافظ عبدالقادر عمر خالد وویل، چې استقلال مسجد د جلالآباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند، میا اسلم پلازا ته مخامخ موقعیت لري او له ۱۲ کلونو ځنډ وروسته د ۱۶.۵ بسوې ځمکه باندې د عصري معیارونو مطابق، د پنځه پوړیزې ودانۍ په بڼه جوړېږي. د جوړونې لګښت يې شاوخوا یو میلیون امریکایي ډالر اټکل شوی، چې د عام ولس له مرستو به تمویل شي. دغه مسجد به په یو وخت کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو د ځايدو ظرفیت ولري. 
-
                        
                    
                    
                    
                    
                    
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                    
                                        1