ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                March 1, 2025 at 09:01 AM
                               
                            
                        
                            ۱/۹/۱۴۴۶
په تورخم کې راستنېدونکو کډوالو لپاره د سولري برښنا سیستم فعال شو 
د ننګرهار تورخم عمري کمپ کې د خدماتي کمېټې په مالي ملاتړ یو نوی سولري برېښنا سیستم  فعال شو، چې له مخې به یې راستنېدونکو کډوالو ته ۲۴ ساعته اساسي خدمات وړاندې کېږي.
د کمپ مرستیال قاري زاهدالله زاهد وویل، چې دا سیستم په یو میلیون افغانیو مالي لګښت خدماتي کمېټې له لوري جوړ شوی او د کمپ د اړتیاوو پوره کولو لپاره به ورڅخه دوامداره استفاده کېږي.
د معلوماتو له مخې دا سولري سیستم ۵۰ سولري پینلونه، ۲۰ لویې (۲۰۰ امپيره) بطرۍ او ۶ انورټرونه  لري، چې د کمپ د برېښنا اړتیاوې به پوره کړي. 
د کمپ مسئولين وايي، چې د سولري برېښنا فعالېدو سره به د کمپ د اسکان، امنیتي او خدماتي برخو فعالیتونو کې ښهوالی راشي او هڅې روانې دي چې راستنېدونکو کډوالو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
-