ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
March 1, 2025 at 09:44 AM
۱/۹/۱۴۴۶ په ننګرهار کې د نادولتي مؤسسو د شتمنیو د تنظیم پروسه روانه ده د اقتصاد وزارت د پالیسۍ له مخې په ننګرهار کې د نادولتي مؤسسو د ملکیتونو، تجهیزاتو او سرچینو د تنظیم او ثبت پروسه دوام لري، چې موخه یې د همغږۍ پیاوړتیا او د امکاناتو مؤثر مدیریت دی. یاده پروسه د ولایت مقام او اقتصاد رياست تر نظارت لاندې پلي کېږي، چې په دې لړ کې د IOC او MCPA مؤسسو اړوند تجهیزات او وسایل ثبت شوي دي. دا بهیر به د ټولو مؤسسو سره په تفاهم پرمخ ځي، چې د دوی د شتمنیو تنظیم به د خدماتو د لا ښه والي او اغېزمنتیا لامل شي. -
Image from ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC: ۱/۹/۱۴۴۶ په ننګرهار کې د نادولتي مؤسسو د شتمنیو د تنظیم پروسه روانه ده...

Comments