ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
March 1, 2025 at 10:56 AM
۱/۹/۱۴۴۶ په مومندرې او پچیرآګام کې د پاکو اوبو برابرولو پروژه پيل شوه د ننګرهار مومندرې او پچیرآګام ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه د ۴۰۹ زره او ۴۸ امریکايي ډالرو په مالي لګښت د يوې پروژې چارې پيل شوې. په دې پروژه کې ۳۶۵ کورنیو ته د پاکو اوبو يو شبکې جوړول، د ۳۰ څاه ګانو بيا رغونه، د ۱۰۰ تشنابونه جوړول، د ۱۶۰ اوبو فلټرونو وېش، ۲۱۰ څاه ګانو ته د کلورين ورکړه، ۲۴۰ کورونو کې د لاسي پمپونو نصبول او معلولينو سره د ۲۲ څوکيو مرسته کول شامل دي. دا پروژه د ECHO ادارې په مالي ملاتړ او د ډاکار مؤسسې په همکارۍ پلې کيږي، چې مسئولين یې د کارونو د چټک پرمختګ او شفاف تطبیق ډاډ ورکوي. ---
Image from ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC: ۱/۹/۱۴۴۶ په مومندرې او پچیرآګام کې د پاکو اوبو برابرولو پروژه پيل شوه ...

Comments