ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                March 1, 2025 at 11:12 AM
                               
                            
                        
                            ۱/۹/۱۴۴۶
په ننګرهار کې د CHA مؤسسې د فعالیتونو ارزونه وشوه 
 د ننګرهار اقتصاد رئيس مولوي عطاءالرحمن فاتح د بشري مرستو همغږۍ (CHA) مؤسسې د ختیځ زون له دفتر څخه لېدنه وکړه او د یادې مؤسسې د بشري مرستو او پروژو پر فعالیتونو یې بحث وکړ. 
د دې لیدنې پر مهال، د CHA مؤسسې مسئولینو د خپلو روانو پروژو په اړه معلومات شریک کړل، چې په ځانګړي ډول د کډوالو د ملاتړ برخې ته متمرکز دي.
د اقتصاد رئيس د دې مؤسسې د فعالیتونو ارزونې وروسته د لا همغږۍ سپارښتنه وکړه، همدا راز يې  ډاډ ورکړ چې د بشري پروژو د تطبیق په برخه کې به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
-
                        
                    
                    
                    
                        
                        
                                    
                                        
                                            😢
                                        
                                    
                                    
                                        1