ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                March 1, 2025 at 11:31 AM
                               
                            
                        
                            ۱/۹/۱۴۴۶
په ننګرهار کې ۱۰۳ بې ځایه شویو کورنیو ته بشري مرستې ورکړل شوې 
د ننګرهار کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ ۱۰۳ بې ځایه شویو کورنیو ته د WFP، IOM او SCI مؤسسو له لوري د  خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې  ورکړل شوې.
د معلوماتو له مخې، WFP  هرې کورنۍ ته ۶۲۰۰ افغانیو معادل خوراکي توکي ورکړي، چې پکې سل کیلو اوړه، ۱۲ کیلو دال، ۹ کیلو غوړي، ۳ کیلو سپر سريال او د ماشومانو د خوارځواکۍ موادشامل دي. 
همدارازIOM مؤسسې ۸۲ بې ځایه شویو کورنیو ته خیمې او د اشپزخانې وسایل ورکړل او  SCI  مؤسسې روغتیايي کیټونه ووېشل.
-