ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
March 1, 2025 at 11:46 AM
۱/۹/۱۴۴۶ د ننګرهار کانال د خرما حاصل ۳۰ ټنه اټکل شوی د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د خرما د تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې تمه ده سږ کال به یې حاصلات ۲۳ ټنو ته ورسېږي. د شرکت د معلوماتو له مخې، د هډې فارم دويم بلاک کې د ۶۵ جریبه ځمکې پر ساحه ۴۰ جریبه خرما باغ شته، چې پکې ۲۷۰۰ بوټي کرل شوي دي. یاد بڼ شپږ نوعه اعلی خرما لري او شاوخوا ۲۰ تنه کارکوونکي یې سمبالوي. د شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې مسؤلین وايي، چې تېر کال د خرابو موسمي شرایطو له امله ۲۱ ټنه حاصلات له منځه تللي وو، خو سږ کال د مناسبې روزنې له کبله تمه ده، چې تولیدي کچه لوړه شي. د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره د حیواني سرې کارونه، قیچي کاري، د سکرونو اصلاح، صفايي او نور اړین اګروتخنیکي تدابیر نیول شوي دي. -
Image from ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC: ۱/۹/۱۴۴۶ د ننګرهار کانال د خرما حاصل ۳۰ ټنه اټکل شوی د ننګرهار وادې کر...

Comments