Niamatullah Shakir
Niamatullah Shakir
February 8, 2025 at 02:30 AM
د شپې د یوې نیمي بجې پوسټ دی نو! فکر مو کړی دی؟ انسان چي د شپې په ځای کي پرېوزي سد ئې سر ته ورسي، سقراط ورڅخه جوړ سي او د خپل ژوند هره ستونزه تشخیص او حل لاره ئې پیدا کي، داسي حل لاره چي ته به وایه افلاطون نظر ورکړی دی، د دې احساس ورته وسي چي د ډیرو غلطو خلګو سره ئې ناسته ولاړه ده، او باید سر له سبا څخه د ټولو سره سلام بند او حتیٰ نمبرونه ئې لا ډیلیټ کي، د اولادونو خراب او برباد سرنوشت ئې مخ ته ودریږي افسوس وکي چي پر ما که داسي سرګردانه ژوند تېر سو پر اولادو مي باید داسي په نیمه ګوله موړ په نیمه وږی ژوند تېر نه سي، په دې پوه سي چي بېکاري ئې نه ګټي (د ټولو منت بار) باید یو کار شروع کي هغه که څه هم په لو ږیره او ځوانه ځواني یو ځای شاګردي وي، د سد سوری ئې کار وکي چي لس افغانۍ ګټي او شل مصرفوي چي سراسر تاوان دی او باید له دې کاره فوراً لاس واخلي، صحت او روغتیا ئې ورته مهمه سي، ځان ته پیغور ورکي چي کټمټ د پاکستاني خان بابا مور در څخه جوړه سوې ده، ورزش ته خورا جدي سي په داغه نیمه شپه په کلب کي داخله واخلي، د دوستانو په جامه کي هغه دوښمنان یو په یو په ګوته کي چي د ده پښې کاږي او په بربادۍ ئې خوشحاله کیږي، خپل هغه بد عمل ئې لکه ښامار مخ ته ودریږي، هغه بد عمل چي له امله ئې مېرمن، مور، پلار، خور، ورور یا نور نیژدې قریبان ورڅخه خوابدي دي، په ځای کي پروت تصمیم ونیسي چي دغه بد عمل سر له سبا څخه پرېږدي، پر خورا نورو ډیرو داسي موضوعاتو عمیق او دقیق نظر وکړي چي د ده د ټوله ژوند ښادي او بر بادي ورسره تړلې ده، بلاخره په ځای کي پروت پرېکړه وکي چي سبا که خدای کول له صفره څخه به هر څه پیلوي او ژوند ته به تغیر ورکوې، ځان به ښادوې، ژوند به جوړوې، د پلار او نیکه نوم به لوړوې. مګر؛ کله چي سهار له خوبه راکښیني، هغه آش هغه کاسه؛ هغه دی، هغه بېځایه مصارف، هغه فامیل ورڅخه زاره ترکی، هغه بېکاري، هغه اواره ګردي، هغه لنډغر ملګري او هغه نامعلومه او سرګردانه آینده! Gulab Watanwal
❤️ 😢 👍 🍃 11

Comments