Niamatullah Shakir WhatsApp Channel

Niamatullah Shakir

724 subscribers

About Niamatullah Shakir

Public

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

Niamatullah Shakir
Niamatullah Shakir
5/30/2025, 12:24:57 PM

يحيى بن معاذ رحمه الله عجب ښه فکټورونه بيان کړي دي: څوک چي د مرګ زياته يادونه کوي، هغه تر اجل مخکي نه مري؛ خو الله تعالی درې نعمتونه ور نصيبوي: ۱) پر توبه تلوار او اصرار؛ ۲) په لږ رزق قناعت کول؛ ۳) د عبادت څخه خوند اخيستل. که چا د دنيا او زياتي شتمنۍ حرص کاوه، تر هغه څه زيات نسي خوړلای چي الله تعالی ورته مقرر کړي دي او د دې څخه علاوه درې نور عيبونه نور هم ورته پیښيږي: لومړی: د الله تعالی د نعمتونو له شکر کولو څخه به محروم وي؛ د شتمنۍ سره سره به د خلکو سره د همکارۍ توفيق نلري؛ درېيم: د داسي شيانو غوښتنه او د لاس ته راوړلو هڅه به کوي، چي الله تعالی به دده په نصيب کړي نه وي، حتی د دين چاري او کړني به ځني فوتيږي. درر من اقوال ائمة السلف ژباړه: شاکر

❤️ 6
Niamatullah Shakir
Niamatullah Shakir
5/30/2025, 10:14:12 AM

له بده مرغه ورځ تر بلي په ټولنه کي د امانت، ژمني رعايتولو، رښتيا او عدالت په وړاندي بي پروايي زياتيږي.

❤️ 😢 2
Niamatullah Shakir
Niamatullah Shakir
5/31/2025, 2:31:10 AM

مفلسي، بيکاري، غمونه او ناروغي ډير با کيفيته فلټرونه او غلبيلونه دي، چي ستا له ټولنيز ژوند څخه خس او خاشاک غورځوي.

❤️ 👍 6
Niamatullah Shakir
Niamatullah Shakir
5/30/2025, 1:58:25 PM

موږ پداسي زمانه کي اوسيږو: درواغجن د رښتيا په اړه خبري کوي؛ خائن د امانت په اړه خبري کوي؛ چمباز د وفاء په اړه خبري کوي. بلې هو موږ د تناقضاتو په زمانه کي ژوند کوو....... روائع الفکر ژباړه: شاکر

❤️ 👍 4
Niamatullah Shakir
Niamatullah Shakir
5/29/2025, 9:46:25 AM

که غواړې، چي الله عزوجل تاته دائمي خوښي درکړي، نو ته هغه څه دوامداره کوه، چي د الله جل جلاله خوښ وي. امام احمد بن حنبل رحمه الله - درر من أقوال أئمة السلف ژباړه: شاکر

❤️ 7
Niamatullah Shakir
Niamatullah Shakir
5/30/2025, 3:08:53 PM

ته راسه حساب وکړو! که د جماعت هر لمانځه ته دوې افغانۍ حق الزحمه وټاکو، نو هر مقتدي به د مياشتي ۳۰۰ افغانۍ خپل ملا امام ته ورکړي!

❤️ 👍 7
Niamatullah Shakir
Niamatullah Shakir
5/31/2025, 8:40:41 AM

عبرت لرونکې ټوکه: د جحا یو زوی وو، چي هر وخت به پلار د يو کار ورته وويل، هغه به ويل خلک به څه وايي؟ جحا غوښتل چې هغه ته داسې درس ورکړي، چي عبرت ورڅخه واخلي او ورته وښيي چې د خلکو رضایت یو ناشونی هدف دی، نو يوې خواته دواړه روان سول. جحا په ​​آس سپور سو او زوی ته یې وويل چې ته پياده راسره ځه. څو قدمه چي تېر سول، يو څو ښځو پر دوی اعتراض وکړ، چي څونه بي رحمه پلار دی، خپله پر آس سپور دی او هغه هلک خوارکی ئې پياده له ځانه سره روان کړی دی. جحا له آس څخه کښته سو، زوی ئې پر آس سپور کړ او هغه پياده په پسي سو. څو قدمه چي ولاړل، دوه سپين ږيري په مخه ورغلل، هغو جحا ته وويل، چي ستا دغه سلوک او بي ځايه ناز د ماشومانو تربيه خرابوي او ستا په وړاندي د هغه حياء او احترام لږوي، چي هغه دي پر آس سپور کړی دی او ته پياده پسي روان يې. جحا خپل زوی ته وویل: ته خو د خلکو خبرې اورې، چي هر څوک د خپلي خبري لپاره دلائل لري او زموږ هر کار غندي؟ راځه چي دواړه پر آس سپاره سو. څو قدمه چي ولاړل، ګوري چي کوچيان په مخه ورغلل، هغوی پر جحا او د هغه پر زوی ملامتي وويل، چي دونه ظلم څوک د بي زبانه حيوان سره نکوي، د دغه حيوان په اړه له الله تعالی څخه وبيريږئ، ستاسو بدنونه تر آس درانه اوقوي دي، ولي دوه کسان په يو وخت کي پر آس سپاره ياست؟ جحا خپل زوی ته وکتل او ورته وئې ويل چي له آس څخه به راکښته سو او پياده به روان سو، تر څو د خلکو له خبرو څخه ځان خلاص کړو. څو ګامه چي ولاړل، ځوانان ئې وليدل، چي په دوی پوري خاندي او ورته وايي، چي تاسو ولي دونه بيعقلان ياست، چي آس مو دغسي روان کړی دی او تاسو پياده ورسره روان ياست! جحا زوی ته وويل، چي زويه! که ته هرډول ژوند کوې، خلک دي بيله خبرو نه پريږدي او په هيڅ حال کي هم د خلکو رضايت نسې ترلاسه کولای. نو د خلکو د رضايت ترلاسه کولو کوښښ مکوه، بلکي خپل ژوند کوه. (نوادر جحا). ژباړه: شاکر نوټ: جحا په ځيني هيوادونو کي په ملانصر الدين هم مشهور دی.

❤️ 👍 9
Niamatullah Shakir
Niamatullah Shakir
5/31/2025, 4:42:28 AM

دوه کسان ستاسره نسي پاتيدلای، يو هغه چي نه درسره پوهيږي او بل هغه چي ستا ارزښت نلري. (نجيب محفوظ). ژباړه: شاکر

❤️ 👍 💯 8
Niamatullah Shakir
Niamatullah Shakir
5/30/2025, 4:15:19 AM

که څوک په منصب مغرور سو، نو ته فرعون ور په ياد کړه. که څوک په شتمني مغرور سو، نو ته قارون ور په ياد کړه. که څوک په نسب مغرور سو، نو ته ابو لهب ور په ياد کړه. عزت يوازي د الله جل جلاله سره دی او هغه يي مؤمن ته ورکوي. کلمات و اقوال تهز القلوب ژباړه: شاکر نوټ: احسان هيروونکي خلک هېر کړه.

❤️ 👍 5
Niamatullah Shakir
Niamatullah Shakir
5/29/2025, 8:31:35 AM

هره ليکنه يا ژباړه خارجي يا داخلي انګيزه غواړي؛ خو کله کله يوه انګيزه هم نه وي! د پښتو ژبي ورځ دي ټول پښتون ټبر ته مبارکه وي!

❤️ 4
Link copied to clipboard!