Niamatullah Shakir
Niamatullah Shakir
February 8, 2025 at 04:50 PM
د خلکو تر منځ اختلاف زيات سببونه لري، ځيني پوهانو ئې يو ډول سببونه بيان کړي دي او نورو بيا بل ډول سببونه بيان کړي دي، پدې اړه د خپلو مطالعاتو نتايج درسره شريکوم: 1. د معلوماتو فرق: ځيني خلک د يوې موضوع اړوند يو ډول معلومات لري او نور خلک بيا بل ډول معلومات لري، د دغه سبب لپاره افلاطون ته منسوب يو قول سته، هغه ويلي دي: که څو ړانده کسان فيل ته راوستل سي او ورته وويل سي، چي دا حيوان تشخيص کړی. څوک چي د فيل پر ملا باندي لاس کښيږدي، نو هغه به فيل د يوې غونډۍ سره مشابه ګڼي، څوک چي د فيل پښه لمس کړي، هغه به وايي، چي فيل د وني د تنې په شان جوړ سوی دی، څوک چي د فيل غوږونه لمس کړي، هغه به وايي چي فيل نری او پلن حيوان دی، خپريږي او راغونډيږي…. هر څوک به فيل د خپل درک مطابق تعبيروي او د نورو نظرونه به ناسم ګڼي…..پداسی حال کي چي يو کس هم دروغجن ندی. 2. د فکر توپير: د يوې مسئلې اړوند ځيني کسان يو ډول فکر کوي او نور کسان بل ډول فکر کوي. 3. د فهم توپير: د يوې موضوع څخه ځيني کسان يو ډول فهم اخلي او نور کسان بل ډول فهم اخلي. 4. د ګټو ټکر: د يوه شي اړوند هغه کسان منفي نظر لري، چي تاوان ورته کوي يا ګټه نه ورته کوي او هغه کسان ئې په اړه مثبت نظر لري، چي ګټه ورته کوي. نوټ: په شرعي چارو کي اختلاف جلا بحث دی، چي ځيني ئې د ستايني وړ دي او ځيني ئې د غندني وړ دي.
❤️ 🍃 3

Comments