
Niamatullah Shakir
February 11, 2025 at 02:40 AM
دغه جمله خورا ژور مفهوم لري، چي يعقوب عليه السلام دوه واره زامنو ته وايي: تاسو ته خپل نفس يو کار ښکلی کړی دی. يعني زه ستاسو په درواغو او فریب پوهيږم؛ خو صبر کوم؛ ځکه دا مي ايمان دی، چي الله تعالی زما زامن نه ضايع کوي او نه هم رب العالمين تاسو بي انتقامه پريږدي.
ځيني خلک د ملګرو او دوستانو سره چالاکي کوي او هڅه کوي، چي پټ هدفونه ئې بربنډ نسي؛ خو مقابل طرف ئې په چالاکۍ پوهيږي او د انبياوو او صالحانو د پيروي په اساس هغوی په ځانونو نه پوه کوي، چي تاسو په وريجو کي هډوکي پټ کړي دي.
نوټ: په دوستۍ او ملګرتيا کي د تير ايستلو څخه استفاده کول د اسلاميت او انسانيت سره ټکر عمل دی.
❤️
🍃
6