Niamatullah Shakir
Niamatullah Shakir
February 12, 2025 at 09:40 AM
که غواړې، چي اطمئنان او سکون ولرې، نو د خپلو امکاناتو مطابق خپل ذهنيت جوړ کړه! ځيني کسان به مو ليدلي وي، چي وايي کورته چي راسم هوسا سم او نور کسان به مو هم ليدلي وي، چي د خپل ژوند څخه شکايت کوي. ستونزه څه شۍ ده؟ ستونزه داده چي شکايت کوونکی تر خپلو امکاناتو لوړي هيلي او غوښتني لري. ممکن د ورځي په بهير کي په لوکس محل کي کار او دنده ولري او په شخصي امکاناتو هغسي ژوند او محيط نسي جوړولای، نو ذهني سکون نلري، کوچنۍ ستونزه ئې حواس ورخراب کړي، د مشکل د حل په عوض داسي تعامل کوي، چي دوستان هم ځني بيزار وي. د هغه بل شخص د ارامتيا سبب دادی، چي هغه پخپلو امکاناتو قانع دی، هغه چي خپل کور ته راسي، د ورځي ستړيا هيره کړي او سکون حاصل کړي. نوټ: پخپلو فعلي امکاناتو قناعت وکړئ او د خپل وسع مطابق خپل ژوند جوړ کړئ. د خپل پرمختګ لپاره د هيلو او غوښتنو پر ځای تلاښ وکړه.
❤️ 🍃 7

Comments