Niamatullah Shakir
February 26, 2025 at 01:28 PM
مسلمانه!
ته څه فکر کوې؟!
هغه رب العالمين چي د نوح عليه السلام قوم په اوبو کي غرقولای سي،
هغه رب العالمين چي د هود او صالح عليه السلام قومونه په باد او نورو عذابونو هلاکولای سي،
هغه رب العالمين چي دلوط عليه السلام قوم په مځکه ننويستلای سي،
هغه رب العالمين چي فرعون او د هغه مست لښکر په بحر قلزم کي غرقولای سي،
هغه رب العالمين چي ابوجهل او په لسګونه نور د عصر فرعونان په بدر کي هلاکولای سي.......
هغه رب العالمين چي شوروي اتحاد ړنګولای سي،
هغه رب العالمين چي لدغي خاوري څخه د نړیوالو سترو قدرتونو لښکري په خجالت ايستلای سي.
هغه رب العالمين دا قدرت هم لري، چي د فلسطينيانو او نورو مظلومو مسلمانانو دښمنان هم خوار او ذليل کړي.
هغه رب العالمين دا قدرت هم لري، چي د هر مسلمان فرد انتقام واخلي........
نوټ: مسلمان بايد د محکوميت پر وخت مايوس او د حاکميت پر وخت مغرور نسي.
❤️
🌹
9