RTA Pashto
RTA Pashto
February 23, 2025 at 07:01 AM
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د روان کال د سلواغې میاشتې پرمهال هېواد کې د برېښنایي پېژندپاڼو له ۵۷ مرکزونو او اسان خدمت له لاري ۲۷۰ زره او ۶۵۰ کسانو ته پېژندپاڼې وېشل شوې دي. د دې ادارې د معلوماتو له‌مخې، کابل، کندهار، هرات، بلخ او هلمند هغه ولایتونه وو، چې یاده میاشت کې تر ټولو زیاتې برېښنایي پېژندپاڼې پکې وېشل شوې دي. #ملي‌تلویزون
❤️ 3

Comments