RTA Pashto
RTA Pashto
February 23, 2025 at 07:28 AM
اوزبیکستان ته د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي د سفر په لړ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطالله عمري د یاد هېواد د کرنې له وزیر ابراهیم عبدالرحمن‌اف سره کتلي. د اوزبیکستان د کرنې وزیر په دې کتنه کې ویلي، چې د دې هېواد متخصصین به د افغانستان د سربندونو، د اوبولګولو کانالونو جوړولو او د اوبو د غوره مدیریت په برخو کې همکاري وکړي. ورته‌مهال مولوي عطاالله عمري د دې همکاریو هرکلی کړی او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د لا زیاتو تعاملاتو غوښتنه کړې ده. په پای کې، دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د کرنیزو همکاریو د عملي کولو لپاره د دواړو هېوادونو د کرنې وزارتونو تخنیکي ډلې ګډ کار وکړي. #ملي‌تلویزیون
Image from RTA Pashto: اوزبیکستان ته د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي د سفر په لړ کې...
❤️ 👍 4

Comments