RTA Pashto
RTA Pashto
February 24, 2025 at 02:58 AM
د صنعت او سوداګرۍ وزارت هېواد ته د بې‌کیفیته تېلو له وارداتو څخه د مخنیوي په موخه د اوبلن ګازو او نفتي توکو له شرکتونو او سوداګرو سره د همغږۍ غونډه کړې. د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه غونډه د احکامو او فرمانونو د څار او تعقیب رییس مولوي شمس‌الدین شریعتی او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد په مشري ترسره شوې ده. د یاد وزارت په وینا؛ غونډه کې ګډونوالو سوداګرو د بې کیفیته تېلو او نفتي توکو د وارداتو مخنیوي په موخه د اسلامي امارت هڅې ستایلي او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی. #ملي‌تلویزیون
Image from RTA Pashto: د صنعت او سوداګرۍ وزارت هېواد ته د بې‌کیفیته تېلو له وارداتو څخه د مخن...

Comments