شیخ زاید پوهنتون ـ خوست SZU - Khost
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                February 9, 2025 at 02:02 PM
                               
                            
                        
                            په شیخ زاید پوهنتون کې د څه باندې ۱،۳ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو پروژو چارې پیل شوې 
په شیخ زاید پوهنتون کې د محصلینو عملي زده کړو په موخه د دغه پوهنتون په څېړنیز فارم کې د شنو خونو، اوبو رسونې، څېړنیز فارم د ودانۍ، د وترنري علومو پوهنځی لابراتوار بیارغونې او د غوښینو:-D  چرګانو روزنې لپاره د مناسب ځای جوړولو پروژې پیل شوې. 
د یادو پروژو مالي لګښت د لوړو زده کړو وزارت له لوري ورکول کېږي چې په بشپړولو سره به یې د شیخ زاید پوهنتون محصلینو د عملي زده کړو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته شي. 
د یادولو وړ ده چې شیخ زاید پوهنتون کې د بېلا بېلو پوهنځيو محصلینو د عملي زده کړو لپاره تدریسي روغتون، راډیو، حیواني کلینیک او څېړنیز فارم لري. 
نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست
                        
                    
                    
                    
                    
                    
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                        
                                            😂
                                        
                                    
                                    
                                        2