
شیخ زاید پوهنتون ـ خوست SZU - Khost
816 subscribers
About شیخ زاید پوهنتون ـ خوست SZU - Khost
د شیخ زاید پوهنتون نشرات، خبرتیاوې او اړین موضوعات دلته لیدلی شئ! د پوهنتون خبرتیاوو، موضوعاتو او عامه معلوماتو واټساپ نمبر: 0774584706 د شیخ زاید پوهنتون نشراتو مسؤل: عبدالرحیم هاتف ----- نشرات، اخبارها و موضوعات ضروری پوهنتون شیخ زاید در این جا تماشا کرده میتواند. شماره های اخبارها، موضوعات و معلومات عامه پوهنتون: شماره واتساپ: 0774584706 مسول نشرات پوهنتون شیخ زاید: عبدالرحیم هاتف ----- Sheikh Zayed University announcements, notices and important topics can be seen here! Contact numbers for University notices, topics and public information Whatsapp number: 0774584706 Shaikh Zayed University Broadcasting Officer: Abdul Rahim Hatef
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

افغانستان د اقلیم بدلون د ستونزې له امله زیانمن شوی او که یې اوبه ښې مدیریت نه شي راتلونکي نسلونه یې له وچکالۍ سره مخ کېږي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې د علم د پراختیا هڅه کوي، د څېړنو په برخه کې یې ملي او نړیوال کنفرانسونه داير کړي او پر نصابونو یې کار کړی دی.

شیخ زاید پوهنتون څېړنیز فارم کې د ۱،۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د بیا رغونې چارې نوي سلنه بشپړې شوې. شیخ زاید پوهنتون کې محصلانو ته د عملي زده کړو په موخه د دغه پوهنتون په څېړنیز فارم کې د شنو خونو، اوبو رسونې او څېړنیز فارم د ودانیو بیا رغونې چارې نوي سلنه بشپړې شوې دي. یاد څېړنیز فارم د کرنې پوهنځي محصلانو ته د نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې په موخه جوړ شوی دی، چې محصلان پکې بېلا بېلې څېړنې ترسره کوي. نشراتو او عامه اړیکو آمریت

ا.ا.ا د اوبو مدیریت د وخت اړتیا بولي، د اوبو ښه مدیریت ته ژمن دی او له استادانو او متخصصینو څخه غواړي، چې د اوبو نړیوال کنفرانس له لارې د اقلیم بدلون، وچکالۍ او سیلابونو ستونزو ته علمي حلارې وړاندې او له اړوندو ادارو سره یې شریکې کړي.

د ا.ا.ا په هېواد کې د اوبو مدیریت لپاره کار پیل کړی، ښه بېلګه یې د قوشتېپې کانال دی.

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د کابل پولي تخنیک پوهنتون له لوري د اوبو نړیوال درې ورځنی کنفرانس د ا.ا.ا لوړ پوړو مشرانو، داخلي او بهرنیو هېوادونو استادانو او متخصصینو په ګډون سره پیل شو. نور جزئیات په لاندې لینک کې: https://www.mohe.gov.af/dr/node/12674 //////////////////// کنفرانس سه روزه بین المللی آب به رهبری وزارت تحصیلات عالی، از طرف پوهنتون پولی تخنیک کابل با اشتراک بزرگان عالی رتبه ا.ا.ا، استادان و متخصصان داخلی و خارجی آغاز شد. جزییات بیشتر در لینک ذیل: https://shorturl.at/Shfgb

د شيخ زايد پوهنتون رئيس د پوهنځیو چارو څخه څارنه تر سره کړه. نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د کب مياشتې ۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د د شعبان مياشتې له ۲۷مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقانـ.ـي، چې د پوهنتون علمي څېړنو، محصلانو او اداري چارو مرستيالانو یې ملتيا کوله د کرنې، طب او ښوونې او روزنې پوهنځیو له رئیسانو، آمرینو او استادانو سره ليدنه او د يادو پوهنځیو له چارو څخه څارنه وکړه. په یادو لیدنو کې د ذکر شویو پوهنځيو ستونزې واورېدل شوې او د حل لپاره یې ډاډ ورکړل شو، د پوهنتون رئيس په يادو لیدنو کې په کارونو کې په همغږۍ او د مسؤلیت درک کولو باندې ټینګار وشو او زياته یې کړه ځینې خبرې د اورېدلو لپاره نه؛ بلکې د عمل کولو لپاره وي. نشراتو اعامه اړیکو آمريت

اداري کارکوونکو ته د دفتري مدیریت تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو. نن چهار شنبه د ۱۴۰۳هـ.ش کال د کب میاشتې اتمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۲۷مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند، کارکوونکو چارو آمریت د مسلکي پرمختیا مرکز سره په همغږۍ اداري کارکوونکو ته د (دفتري مدیریت) تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو. په دغه ورکشاپ کې به د دفتر پېژندنې، دوسیه بندي، د دوسیه بندي اهمیت، مکتوب، پیشنهاد او استعلام پېژندنه، لیکنه او ځانګړتیاوې، د وخت مدیریت، د اسلام له نظره د وخت ارزښت او د وخت روش موضوعات، د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنیار توریالي سنګین لخوا وړاندې شي. د یادولو وړ ده چې دغه ورکشاپ به دوه ورځې دوام وکړي. نشراتو او عامه اړیکو آمریت

د کلیو او پراختیا سرپرست وزیر مولوي محمد یونس "حقپرست": د علمي څېړنو او نوښتونو رامنځته کولو خورا ښه زمینه برابره کړې او اړینه ده چې له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره ټول خپل مسؤولیتونه په سم نیت سره ترسره کړو.

افغانستان لکه څرنګه چې پکار ده، په څېړنو کې پرمختګ نه دی کړی، خو لوړو زده کړو وزارت د څېړنو پرمختګ او پراختیا لپاره مهمې هڅې پیل کړي دي.