شیخ زاید پوهنتون ـ خوست SZU - Khost
شیخ زاید پوهنتون ـ خوست SZU - Khost
February 15, 2025 at 10:41 AM
د شيخ زايد پوهنتون استادانو لپاره دیني او علمي سیمينار پیل شو. نن شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د سلواغې میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۱۶مې نيټې سره سمون لري، شیخ زايد پوهنتون کې ټولو استادانو لپاره دیني او علمي درې ورځنی سيمينار پیل شو. د پرانیستې په مراسمو کې د شیخ زايد پوهنتون علمي، څېړنو، محصلانو او اداري چارو مرستيالانو او استادانو ګډون کړی و. په پیل کې د قرآن کریم د تلاوت څخه وروسته، د علمي چارو مرستيال پوهنمل نورالله حسین خېل په خپلو خبرو کې وويل، دا ډول سیمینارونه ډېر مؤثر او ارزښتمن دي او زياته یې کړه، نن ورځ د هېواد په زیات شمېر تحصیلي نهادونو کې دا ډول سیمينارونه د استادانو لپاره پوهنتونونو کې په لاره اچول شوي دي، چې ځینو کې پخوا تر سره شوي دي او یا هم جريان لري. د یادولو وړ ده چې یاد درې ورځنی دیني او علمي سیمینار د پوهنتون رهبرۍ، د دعوت او ارشاد آمریت په همغږۍ ترسره کېږي او د درېیو ورځو په جریان کې به د شیوخو کرامو لخوا په مختلفو او اهمو موضوعاتو باندې بیانونه ترسره شي. نشراتو او عامه اړیکو آمريت
❤️ 6

Comments