شیخ زاید پوهنتون ـ خوست SZU - Khost
شیخ زاید پوهنتون ـ خوست SZU - Khost
February 19, 2025 at 10:31 AM
د شيخ زايد پوهنتون اداري شورا نوبتي ناسته تر سره شوه. سه شنبه چې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د سلواغې مياشتې ۳۰مه، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۱۹مې نیټې سره برابره وه، د شيخ زايد پوهنتون اداري شورا ناسته د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال پوهنمل مفتي عزت نور تر مشرۍ لاندې تر سره شوه. ياده ناسته کې چې د اداري برخې مسؤلینو حضور درلود، د مالي او اداري چارو مرستيال لخوا د آمریتونو او کارکوونکو تر منځ د همغږۍ او کارونو په خپل وخت اجراء باندې ټینګار تر څنګ، په یو شمېر ستونزو او مشکلاتو باندې بحث تر سره او د حل لازمې لارې چارې یې و سنجول شوې. نشراتو او عامه اړیکو آمريت
🤣 1

Comments