
شیخ زاید پوهنتون ـ خوست SZU - Khost
February 25, 2025 at 11:55 AM
شیخ زاید پوهنتون څېړنیز فارم کې د ۱،۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د بیا رغونې چارې نوي سلنه بشپړې شوې.
شیخ زاید پوهنتون کې محصلانو ته د عملي زده کړو په موخه د دغه پوهنتون په څېړنیز فارم کې د شنو خونو، اوبو رسونې او څېړنیز فارم د ودانیو بیا رغونې چارې نوي سلنه بشپړې شوې دي.
یاد څېړنیز فارم د کرنې پوهنځي محصلانو ته د نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې په موخه جوړ شوی دی، چې محصلان پکې بېلا بېلې څېړنې ترسره کوي.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
❤️
👍
🤣
4