شیخ زاید پوهنتون ـ خوست SZU - Khost
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                February 26, 2025 at 09:46 AM
                               
                            
                        
                            اداري کارکوونکو ته د دفتري مدیریت تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.
نن چهار شنبه د ۱۴۰۳هـ.ش کال د کب میاشتې اتمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې له  ۲۷مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند، کارکوونکو چارو آمریت د مسلکي پرمختیا مرکز سره په همغږۍ اداري کارکوونکو ته د (دفتري مدیریت)  تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
په دغه ورکشاپ کې به د دفتر پېژندنې، دوسیه بندي، د دوسیه بندي اهمیت، مکتوب، پیشنهاد او استعلام پېژندنه، لیکنه او ځانګړتیاوې، د وخت مدیریت، د اسلام له نظره د وخت ارزښت او د وخت روش موضوعات، د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنیار توریالي سنګین لخوا وړاندې شي.
د یادولو وړ ده چې دغه ورکشاپ به دوه ورځې دوام وکړي.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
                        
                    
                    
                    
                    
                    
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                        
                                            🤣
                                        
                                    
                                    
                                        2