شیخ زاید پوهنتون ـ خوست SZU - Khost
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                February 26, 2025 at 10:26 AM
                               
                            
                        
                            د شيخ زايد پوهنتون رئيس د پوهنځیو چارو څخه څارنه تر سره کړه.
نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د کب مياشتې ۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د د شعبان مياشتې له ۲۷مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقانـ.ـي، چې د پوهنتون علمي څېړنو، محصلانو او اداري چارو مرستيالانو یې ملتيا کوله د کرنې، طب او ښوونې او روزنې پوهنځیو له رئیسانو، آمرینو او استادانو سره ليدنه او د يادو پوهنځیو له چارو څخه څارنه وکړه.
په یادو لیدنو کې د ذکر شویو پوهنځيو ستونزې واورېدل شوې او د حل لپاره یې ډاډ ورکړل شو، د پوهنتون رئيس په يادو لیدنو کې په کارونو کې په همغږۍ او د مسؤلیت درک کولو باندې ټینګار وشو او زياته یې کړه ځینې خبرې د اورېدلو لپاره نه؛ بلکې د عمل کولو لپاره وي.
نشراتو اعامه اړیکو آمريت
                        
                    
                    
                    
                    
                    
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                        
                                            🤣
                                        
                                    
                                    
                                        2