ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
February 20, 2025 at 07:59 AM
له افغانستان سره د ۳۹ مټریک ټنه درملو مرسته سوې د روغتیا نړیوال سازمان (W.H.O) وايي، د افغانستان په شمالي ولایتونو کي ئې له شپږو روغتیایي مرکزونو سره د ۳۹ مټریک ټنو درملو مرسته کړې ده. د یاد سازمان د افغانستان څانګي نن (پنج شنبه) پر خپله اکسپاڼه دغه خبر ورکړی او لیکلي ئې دي چي، په دغه مرسته کي ژوند ژغورونکي درمل او د (A.W.D) او ویني راټولولو کېټونه شامل دي. د نوموړي سازمان په وینا، دغه مرسته ئې د جاپانۍ (Jica) مؤسسې په مالي ملاتړ کړې او ‎په شمالي ولایتونو کي به نهه زره کسانو ته روغتیایي خدمات په برابر سي. دا خبر داسي مهال ورکول سوی چي، پرون (چهارشنبه) هم یاد سازمان خبر ورکړی چي، جاپان د افغانستان له روغتیایي سکټور سره ۵۰۰ زره ډالره مرسته کړې ده. #millatzagh

Comments