ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio WhatsApp Channel

ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio

657 subscribers

About ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio

ملت ږغ؛ یوه خپلواکه، بې پرې، ناپېیلې او شخصي راډيو ده چي، له کندهاره خپروني کوي. ملت ږغ د ملت ږغ

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
5/30/2025, 6:26:47 PM

ممبۍ نیمه پایلوبي ته لاره پیداکړه د هند ۲۰ اوریزه تجارتي کرکټ لیګ (I.P.L ) په ایلیمینټر لوبه کي ممبۍ اینډینز لوبډلي ګجرات ټایټنز لوبډلي ته د ۲۰ منډو په توپیر ماته ورکړه او نیمه پایلوبي ته ووته. په یاده لوبه کي ممبي د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د روهیت شرما ۸۱ منډو په جوړولو ګجرات ته ۲۲۹ منډي هدف ورکړ او د ګجرات له پاره پراسیدا او سای کشور دوه، دوه او محمد سراج یو لوبغاړی وسوځاوه. ګجرات د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د سای سودرسن ۸۰ منډو په جوړولو ۲۰۸ منډي جوړي کړې او د ممبۍ له پاره ټرین بولټ دوه لوبغاړي وسوځول. په یاد لیګ کي راتلونکې یک شنبه د ممبۍ اینډینز او پنجاب کېنګز لوبډلو ترمنځ دوهمه نیمه پایلوبه ترسره کیږي. #MillatZagh

Post image
Image
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
5/29/2025, 4:17:53 PM

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=pfbid02pKoR5BLdUeFGTBzFdjQyWBv4rJiXkt9yWP8haRcUHrk4CueP6ELFuP3GtMMxyvZel&id=61550685823351

ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
5/31/2025, 2:24:45 AM

سعودي ته افغان حاجیانو د لېږد بهیر بشپړ سوی د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج ادا کولو په خاطر سعودي عربستان ته د ټولو ۳۰ زره افغانانو د لېږدولو بهیر د بشپړېدو خبر ورکړی دی. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، یاد بهیر د تېري غوايي میاشتي پر اتمه پیل او وړمه ورځ (پنج شنبه) پای ته رسېدلی دی. په خبرپاڼه کي راغلي چي، یاد افغان حاجیان د کابل، بلخ، کندهار او هرات ولایتونو د هوايي ډګرونو له لاري په ۹۷ پروازونو کي یاد هیواد ته لېږدول سوي دي. #MillatZagh

Post image
❤️ 2
Image
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
5/31/2025, 2:13:22 AM

د رياست الوزرا سیاسي معاونیت لغوه سوی د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي، د تنقیصاتو په لړۍ کي د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت هم لغوه سوی دی. مجاهد دغه څرګندوني له افاق خبري اژانس سره د یوې ځانګړي وېډیويي مرکې پر مهال کړي دي. هغه ویلي چي، د سیاسي معاونیت په ګډون ټول تنقیصات د غیر اړینوالي او اضافه مصروفونو د کموالي په خاطر سوي دي. د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر و چي، وروسته د کډوالو چارو وزارت سرپرست ته تبدیل سو او اوس هم دغه دنده مخ ته وړي. دا خبر داسي مهال ورکړل سوی چي، د تېري غوايي میاشتي په پیل کي مجاهد ویلي و چي، اسلامي امارت په خپلو ادارو کي د لګښتونو د کمولو، ښه ترسراوي او کاغذپرانۍ د کمولو په خاطر خپل کارمندان کموي؛ خو تر اوسه لا معلومه نه ده چي څومره کسان تنقیص سوي دي. #MillatZagh

Post image
❤️ 1
Image
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
5/29/2025, 1:43:47 PM

کندهار کي د شیدو ټولولو ۳ مرکزونه جوړ سوي د کندهار ولایت د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت په کښته او لوړ شاولیکوټ او ارغستان کي ولسوالیو کي د شیدو راټولولو د درو مرکزونو جوړولو او ګټي اخستني ته د هغوی د سپارلو خبر ورکړی دی. یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دغه مرکزونه د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو نړیوالي ادارې (U.N.O.D.C) په مالي ملاتړ په پنځه زره او ۱۰۰ امریکايي ډالره جوړ سوي دي. په خبرپاڼه کي راغلي چي، یادو مرکزونو ته ۲۰ قلمه د شیدو راټولولو وسایل هم ورکړل سوي دي. #MillatZagh

Post image
Image
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
5/31/2025, 2:17:40 AM

ا.ا هم پاکستان کي خپل ډيپلوماټیک حضور لوړوي د بهرنیو چارو وزارت ویلي چي، دوی به هم د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کي خپل ډيپلوماټیک حضور له شارژدافیر څخه سفیر ته لوړ کړي. دغه وزارت پرون شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دغه کار د پاکستان د وروستۍ پرېکړي په غبرګون کوي. په خبرپاڼه کي راغلي چي، دغه کار به د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډيپلوماټیکو اړیکو د پراختیا او دوه اړخیزه اړیکو د زیاتوالي لامل سي. دا غبرګون وروسته تر هغه وښودل سو چي، تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چي، په کابل کي خپل ډیپلوماټیک حضور له شارژدافیر څخه سفیر ته لوړوي. #MillatZagh

Post image
❤️ 1
Image
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
5/31/2025, 3:33:23 AM

ننګرهار کي ۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر ویلي چي، د دغه ولایت په بهسود او ګوشته ولسوالیو کي د دېوال نړېدلو په دوو پېښو کي یو کس وژل سوی او دوه تنه نور ژوبل سوي دي. دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دواړي پېښي وړمه ورځ (پنج شنبه) ناوخته رامنځ ته سوي او د رامنځ ته کېدو لامل ئې تېز طوفان یاد سوی دی. په خبرپاڼه کي راغلي چي، په ژوبلو سوو کسانو یوه ښځه او یو نارینه شامل دي او د درملني په خاطر د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدول سوي دي. دا پېښي داسي مهال رامنځ ته سوې چي، د تېري غوايي میاشتي پر ۱۸مه هم د یاد ولایت په مرکز جلال اباد ښار کي د تېزو بادونو او طوفان له امله یو کس ووژل سو او ۳۲ تنه نور ژوبل سول. #MillatZagh

Post image
😢 2
Image
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
5/31/2025, 3:19:22 AM

فراه کي د ۱۸۳ میلیونه افغانیو پروژې پیل سوي د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چي، د دغه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کي په ۱۸۳ میلیونه افغانۍ د یو شمېر پراختیايي پروژو کارونه پیل سوي دي. یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کي لیکلي چي، دغه پروژې د یادي ولسوالۍ په ۱۳۳ کلیو کي پلي کېږي چي، پر ۳۵ کیلو متره عمومي او ۳۰۰ کیلو متره فرعي سړکونو د جغل اچول، د اوبو د یوه بند، د ۸۸۰ متره استنادي دېوال، د ۲۴۰ متره واش او د ۲۹ پلچکونو جوړول په کښي شامل دي. په خبرپاڼه کي راغلي چي، د دغو پروژو مالي ملاتړ نړیوال بانک ورکوي او د درو میاشتو له پاره ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه هم په کښي برابره سوې ده. #MillatZagh

Post image
❤️ 1
Image
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
5/29/2025, 1:52:54 PM

د سبا (جمعې) ورځي د یو شمېر ولایتونو د هوا حالات: کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۹ هلمند: اسمان لمر او ګرز، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۱۹ روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۵، کښته ۱۲ هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۵ زابل: اسمان لمر او ګرز، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۵ کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۵، کښته ۱۳ ننګرهار: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۲۰ مزارشریف: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۹ کوټه: اسمان لمر، د تودوخي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۶ #MillatZagh

ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
5/29/2025, 1:20:59 PM

د سږ کال کانکور ازمویني لومړی پړاو پیل سوی د ازمویني ملي ادارې خبر ورکړی چي، په ۱۱ ولایتونو کي ئې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال د کانکور ازمویني لومړی پړوا پیل کړی دی. یادي ادارې نن (پنج شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دغه ازموینه په دایکندي، غور، غزني، میدان وردګ، بامیان، پکتیکا، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشېر او بغلان ولایتونو کي پیل سوې او سبا (جمعه) به هم دوام وکړي. په خبرپاڼه کي راغلي چي، په یادو ولایتونو کي ۲۵ زره او ۳۰۰ کسانو د کانکور ازمویني ته نوملیکنه کړې ده. د یادي ادارې د معلوماتو پر اساس، د سږ کال کانکور په پنځو پړاوونو کي اخلي چي، په لومړیو څلورو پړاوونو کي به د ولایتونو کانکور او په وروستي پړاو کي به ئې د دیني مدرسو، اختصاصي، غیر حاضرو کسانو او شپې پوهنځیو کانکور واخستل سي. #MillatZagh

Post image
Image
Link copied to clipboard!