ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
February 20, 2025 at 08:42 AM
د پاکستان له زندانونو څه کم ۱۰۰ تنه افغانان ازاد سوي د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له زندانونو څخه ۹۱ تنه افغانان ازاد او هیواد ته راستانه سوي دي. دغه وزارت نن (پنج شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، یاد افغانان د ننګرهار ولایت پر تورخم سرحدي لار هیواد ته راستانه او د مرستو تر ورکولو وروسته خپلو سیمو ته هم لېږدول سوي دي. په خبرپاڼه کي راغلي چي، دغه افغانان په یاد هیواد کي د اوسېدو د اسنادو نه لرلو له امله پاکستاني پولیسو نیولي وو؛ خو د دوی د زندان د مودې په اړه ئې څه نه دي ویلي. دا افغانان داسي مهال له پاکستاني زندانونو څخه ازاد سوي چي، تېره شنبه او دوشنبه هم د پاکستان او یو شمېر افریقايي هیوادونو له زندانونو څخه ۲۵ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سول. #millatzagh

Comments