ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
February 20, 2025 at 08:42 AM
کابل کي ۴ کسان په درو وهل سوي
ستري محکمې ویلي چي، د کابل ولایت په شکر دره ولسوالۍ کي ئې د دوو ښځو په ګډون څلور کسان په درو وهلي دي.
یادي محکمې په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دا کسان ئې پرون (چهارشنبه) د خلکو مخ ته په درو وهلي او په تنفیذي بندونو ئې هم محکوم کړي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، د دغو کسانو له ډلي یوه ښځه او یو نارینه له کور څخه د تښتېدلو او یوه ښځه او یو نارینه د زنا په تور په درو وهل سوي دي.
دا خبر وروسته تر هغه ورکول سوی چي، وړمه ورځ (سه شنبه) هم ستري محکمې په فاریاب او خوست ولایتونو کي د یوې ښځي په ګډون شپږ کسان په درو ووهل.
#millatzagh