ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
February 20, 2025 at 08:44 AM
سالنګ د ترافیکو پر مخ پرانستل سوی د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی چي، د سالنګ لویه لاره ئې له واوري څخه تر پاکولو وروسته د موټرانو پر مخ خلاصه کړې ده. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، یاده لویه لاره ئې د نن (پنج شنبې) د غرمې مهال له ۱۱ بجو څخه د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرانو د تګ راتګ له پاره خلاصه کړې ده. دا خبر داسي مهال ورکول سوی چي، یاده لویه لاره د پرون شپې له ۱۱ بجو راهیسي د واوري اورېدلو او توپان له امله د ټولو موټرانو پر مخ تړلې وه. #millatzagh

Comments