ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
February 20, 2025 at 11:26 AM
د کندهار کادري روغتون ته د ۱۸ نیم میلیونه افغانیو وسایل رانیول سوي
د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت وايي، د لوړو زده کړو وزارت د یاد پوهنتون د کادري روغتون له پاره د ۱۸،۵ میلیونه افغانيو په ارزښت نوي طبي تجهیزات رانیولي او ورسپارلي ئې دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، په دغو وسایلو کي د ولادي نسايي، جراحي، داخله، کوچنیانو، سترګو، پزي، غوږ او نورو طبي برخو وسایل شامل دي چي، د یاد پوهنتون محصلین او د ناروغانو په درملنه کي به کار ځني اخستل کېږي.
دا مرسته داسي مهال سوې چي، ټاکل سوې په نژدې راتلونکي کي د کندهار پوهنتون په کادري روغتون کي یو لابراتوار، یو درملتون او یوه (O.P.D) څانګه هم فعاله سي.
#millatzagh
👍
1