ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
February 20, 2025 at 11:53 AM
سرپرست حکومت د جرمونو له نړیوالي محکمې وتلی سرپرست حکومت په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، نور د جرمونو نړیوالي محکمې غړی نه دی او دوی ته یاده محکمه هیڅ اعتبار نه لري. د ارګ له خوا نن (پنج شنبه) په یوه خبرپاڼه کي راغلي چي، سرپرست حکومت نور د یادي محکمې جوړښت ته ځان مکلف نه ګڼي او د تېر جمهوري حکومت الحاقنامې دوی ته د منلو نه دي. په خبرپاڼه کي راغلي چي، سرپرست حکومت له یاد جوړښت څخه د سیاسي تمایلاتو، ظلم، د افغانستان پر ملي شتمنیو د بریدونو او اړتیا نه لرلو له امله وتلی دی. #millatzagh

Comments