
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
February 20, 2025 at 12:31 PM
زابل کي ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د زابل ولایت امنیه قومنداني خبر ورکوي چي، د یاد ولایت په مرکز کلات ښار کي د یوې ترافیکي پېښي له امله د یوې کورنۍ د څلورو ښځو او درېیو کوچنیانو په ګډون اووه کسان وژل سوي او د دوو ښځو په ګډون درې تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دا ترافیکي پېښه نن (پنج شنبه) غرمه مهال په پل سنګي سیمه کي د یوې پاسو او یوه بار وړونکي موټر د ټکر په نتیجه کي رامنځ ته سوې او ژوبل سوي کسان د درملني له پاره د یاد ولایت روغتون ته لېږدول سوي دي.
تر اوسه معلومه نه ده چي، یاده ترافیکي د څه شي له امله رامنځ ته سوې؛ خو د خلکو په وینا، ترافیکي پېښي تر ډېره د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، ترافیکي قوانینو نه مراعتولو او تېز تګ راتګ له امله پېښېږي.
دا پېښه داسي مهال رامنځ ته سوې چي، نن (پنج شنبه) سهار په غزني ولایت کي د کابل- کندهار پر لویه لاره هم د یوې ترافیکي پېښي له امله یو کس ووژل سو او ۱۱ تنه نور ژوبل سول.
#millatzagh