ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
February 20, 2025 at 01:49 PM
سردار محمد داوود خان ۴ نوي څانګي پرانستل سوي
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چي، په کابل کي د یاد وزارت اړوند د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون ته نژدې ئې د ناټو په مرکزي قومندانۍکي ۱۰۰ بستریزه څلور نوي څانګي فعالي کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، په دغو څانګو کي ستوني، پزي، غوږ او الرژۍ د تشخیص او درملني، د مفاصلو د اورتوپیدي پرمختللي سرویس، د بدن د مصنوعي غړو جوړولو او د ملکي ناروغانو څانګي شاملي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، یادي څانګي د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب م.جاهد او ګڼ شمېر نورو دولتي چارواکو له خوا نن (پنج شنبه) پرانستل سوي دي.
#millatzagh
❤️
1