
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
February 22, 2025 at 04:26 AM
ایران کي ۲ افغانان په دار سوي
د ایران د بشري حقونو سازمان اهنګرو (I.H.N.G.R.O) خبر ورکړی چي، د ایران حکومت دوه تنه افغانان په دار کړي دي.
دغه سازمان په یوه راپور کي ویلي چي، دغه افغانان تېره چهارشنبه د یاد هیواد د کرج په قزل حصار مرکزي زندان کي په دار ځړول سوي دي.
په راپور کي راغلي چي، یاد افغانان د جنسي تېري په تور اعدام سوي؛ خو د هغوی د هویت په اړه ئې څه نه دي ویلي.
دا خبر داسي مهال ورکول سوی چي، تېره دوشنبه هم یاد سازمان د ایران د حکومت له خوا د نشه يي توکو په تور د یوه افغان د اعدامېدو خبر نشر کړی و.
#millatzagh