
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
February 22, 2025 at 06:48 AM
سبا ۲۰ میلیونه ډالر لیلامېږي
افغانستان بانک خبر ورکړی چي، سبا (یک شنبه) د یوې داوطلبۍ له لاري ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر لیلام ته وړاندي کوي.
یاد بانک په یوه خبرپاڼه کي پر شرایطو برابرو صرافانو او بانکونو ږغ کړی چي، په دې داوطلبۍ کي ګډون وکړي او خپل غوښتنلیکونه د لیلام ورځي تر پایه تصفیه کړي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، دا ډالر د افغانیو د ارزښت د پیاوړتیا په خاطر لیلامېږي.
دا ډالر داسي مهال لیلام ته وړاندي کېږي چي، دا مهال یو امریکايي ډالر د هیواد په بېلابېلو صرافیو کي په شاوخوا ۷۴ افغانۍ تبادله کېږي او تېره سه شنبه هم افغانستان بانک د افغانیو د ارزښت لوړوالي په خاطر ۲۰ میلیونه امریکايي ډالره لیلام کړل.
#millatzagh