
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
February 22, 2025 at 06:57 AM
بادغیس کي د پولیو لومړنۍ مثبته پېښه ثبت سوې
د بادغیس ولایت د عامي روغتیا ریاست مسئولینو خبر ورکړی چي، د دغه ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په قروتو کلي کي د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال د پولیو لومړنۍ مثبته پېښه ثبت سوې ده.
د دغه ریاست د پولیو ناروغۍ د کتلوي معافیت مسئول محمد یوسف نجمي رسنیو ته د يادي پېښي په تائید سره ویلي چي، د پولیو دغه پېښه پرون (جمعه) په یوه پنځه کلنه نجلۍ کي ثبت سوې ده.
سږ کال په افغانستان کي د پولیو ناروغۍ لومړنۍ پېښه داسي مهال پیل سوې چي، راتلونکې دوشنبه په هیواد کي د پولیو ناروغۍ پر وړاندي تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیانو ته د واکسین ورکولو دوهم کمپاین پیلېږي.
#millatzagh
😢
1