ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
February 22, 2025 at 10:07 AM
کابل کي په ۲۵ میلیونه ډالره د برېښنا ۲ پروژې پیل سوي د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ په بټخاک سیمه کي د یوه ۱۸۹ مېګا واټه سب سټېشن جوړولو او له ارغندۍ څخه تر یاد سب سټېشن پوري د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لېږدولو پروژو کارونه پیل کړي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، د دغو پروژو کارونه نن (شنبه) پیل سوي او ۲۵،۴ میلیونه امریکايي ډالره ورته ځانګړي سوي دي. خبرپاڼه وايي، دغه پروژې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد پروژې یوه لویه برخه ده چي، په بشپړېدو سره به ئې د پلازمېني کابل د اوسېدونکو ستونزي تر ډېره حل سي. #millatzagh

Comments