
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
February 22, 2025 at 12:28 PM
کندهار کي د اوبو د یوې شبکې کارونه پیل سوي
د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت د کندهار ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کي په ۵،۲ میلیونه افغانۍ د اوبو رسولو د یوې شبکې کارونه پیل کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، د یادې شبکې کارونه نن (شنبه) پیل سوي او په کښي لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره سوې ده
د سرچینې په وینا، په دغه شبکه کي د اوبو د یوې برمې وهل، د اوبو د یوې ذخیرې جوړول او د څلور نیم کیلو متره پایپونو غځول شامل دي چي، په بشپړېدو سره به ئې د یاد کلي ۲۰۲ کورنیو ته د څښاک اوبه برابري سي.
دا خبر داسي مهال ورکول سوی چي، تېره پنج شنبه هم د هلمند ولایت په بغني او ګرمسېر ولسوالیو کي په ۹،۵ میلیونه افغانۍ د اوبو رسولو دوې شبکې جوړي او ګټي اخستني ته وسپارل سوې.
#millatzagh