
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
February 23, 2025 at 02:12 AM
اسټراليا انګلستان ته ماته ورکړه
د چمپينز ټراپي لوبو په څلورمه لوبه کي اسټراليا کرکټ ملي لوبډلي د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي ته په پنځو ویکټو ماته ورکړه.
په ياده لوبه کي انګلستان د اتو لوبغاړو په سوځېدو د بين ډکيټ ۱۶۵ او جو روټ ۶۸ منډي په جوړولو اسټراليا ته ۳۵۲ منډي هدف ورکړ او د اسټرالیا له پاره په توپ اچونه کي بين دورشوس درې او ادم زمپا او لبوشن دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
اسټراليا ياد هدف په ۴۸م اور کي د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د جوش انګلز ۱۲۰، اليکس کيري ۶۹ او متيو شارټ ۶۳ منډو په جوړولو پوره کړ او لوبه ئې وګټل.
ياد ليګ کي نن (يک شنبه) د هند او پاکستان ترمنځ لوبه ترسره کېږي چي، دا به د ياد ليګ جالبه لوبه وي.
#millatzagh