ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
February 23, 2025 at 04:09 AM
د بېګم او ځوانانو راډیو فعالیتونه بیرته پیل سوي د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی چي، په پلازمېنه کابل کي د بېګم او ځوانانو په نومونو راډيوګانو ته ئې بیرته د فعالیت اجازه ورکړې ده. دغه وزارت پرون (شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، د دغو راډيوګانو فعالیتونه ئې له جوازونو څخه د ناسمي استفادې او له بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ له امله ځنډولي وو او تازه ئې بیرته دغو راډيوګانو ته د فعالیت اجازې ورکړي دي. دا خبر داسي مهال ورکول سوی چي، د روان لمریز کال د تېري سلواغې میاشتي پر ۱۶مه نېټه د یادو راډيوګانو فعالیتونه د ذکر سوي وزارت له خوا وځنډول سول. #millatzagh

Comments