
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
February 23, 2025 at 05:10 AM
له ۳ هیوادونو څخه ۱۴ زره افغان کډوال راستانه سوي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسئولینو ویلي چي، د روان ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال په تېره سلواغه میاشت کي له ایران، پاکستان او ترکیې هیوادونو څخه ۱۴ زره او ۹۵ تنه افغان کډوال بیرته خپل هیواد راستانه سوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي چي، د دغو کسانو له ډلي ۱۰ زره او ۶۳۸ تنه له ایران، درې زره او ۳۱۱ تنه له پاکستان او ۱۴۶ تنه نور افغان کډوال له ترکیې څخه راستانه سوي دي.
د حقاني په وینا، دغه افغان کډوال په خپله خوښه یا هم په زوره له یادو هیوادونو څخه ایستل سوي دي.
دا خبر داسي مهال ورکول کېږي چي، اوس هم په یادو هیوداونو کي سلګونه افغان کډوال نیول کېږي او په زوره هیواد ته راستانه کېږي.
#millatzagh