ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
ملت ږغ راډیو/ Millat Zagh Radio
February 23, 2025 at 05:42 AM
له کندهاره ۶۲ زره ټنه وچه مېوه صادر سوې د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني ریاست مسئولینو ویلي چي، د روان ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال له پیل راهیسي له کندهار څخه ۶۲ زره او ۳۱۰ مټریک ټنه وچه مېوه صادر سوې ده. د یادي خوني مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا رسنیو ته ویلي چي، دا صادرات تر ډېره پاکستان، هندوستان، متحده عربي اماراتو او امریکایي هیوادونو ته سوي او ۲۴۴ میلیونه، ۶۱۱ زره او ۴۰۶ امریکایي ډالر ځني ترلاسه سوي دي. د بینا په وینا، په دغو صادراتو کي کشمش، انځر، شکر پاره او نوري ډول، ډول وچي مېوې شاملي دي. #millatzagh

Comments