د غزنی ځوانانو چارو آمریت/امریت امور جوانان ریاست اطلاعات وفرهنګ غزنی
د غزنی ځوانانو چارو آمریت/امریت امور جوانان ریاست اطلاعات وفرهنګ غزنی
February 2, 2025 at 04:33 PM
د انګلیسي ګرامر لس ورځنی سمینار پای ته ورسید غزني، د سلواغې ۱۴مه، باختر د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز کې د انګلیسي ژبې ګرامر لس ورځنی سمینار د دغه ریاست د مسوولینو او ګڼ شمیر زده کونکو په شتون کې پای ته ورسید. یاد سمینار چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري پر لار اچول شوی و موخه یې د انګلیسي ګرامر په برخه کې د زده کونکو ظرفیت لوړونه ښودل شوې. د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج ملا حمیدالله نثار دغو مراسمو ته د علم او په ځانګړې توګه د ژبې د زده کړې پر اهمیت خبرې وکړې او دغسې سمینارونه یې د زده کونکو د علمي کچې د لوړاوي په برخه کې مهم وبلل. ښاغلي نثار زیاته کړه په یاد سمینار کې شاوخوا ۲۸۰ تنو زده کونکو نوم لیکنه کړې وه . د سمینار په پای کې ګدونوالو زده کوونکو ته د ښوونیز مرکز د ادارې له لوري د پای لیکونو په ورکولو سره د دوی هڅې وستایل شوې. دا په داسې حال کې ده چې دغسې سمینارونه د ځوان نسل د عصري روزنې په برخه کې مهم ګڼل کیږي، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین یې د تداوم ډاډ ورکوي.
❤️ 3

Comments