د غزنی ځوانانو چارو آمریت/امریت امور جوانان ریاست اطلاعات وفرهنګ غزنی
د غزنی ځوانانو چارو آمریت/امریت امور جوانان ریاست اطلاعات وفرهنګ غزنی
February 12, 2025 at 06:06 PM
د غزني اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د خبریالانو د ظرفیت لوړونې سمینار دایر شو غزني، د سلواغې ۲۴مه، باختر د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست په تالار کې د دغه ریاست له لوري د خبریالانو د ظرفیت لوړونې په موخه یوه ورځنی سمینار دایر شو. د سمینار د پیل په مراسمو کې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج ملا حمیدالله نثار وویل، چې په دغه سمینار کې چې ۳۰ تنو خبریالانو او د رسنیو فعالانو ګډون کړی دی موخه یې د سیمه ییزو خبریالانو ظرفیت لوړول او د مسلکي پوهې لوړوالی دی. نوموړي د رسنیو له مسوولینو وغوښتل، چې د واقیتونو په خپرولو کې له غور څخه کار واخلي همدارنګه د ژورنالیزم د اخلاقو او اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې فعالیتونه مخته یوسي. نوموړي زیاته کړه، رسنۍ باید د داسې څه له خپرولو ډډه وکړي چې عامه ذهنیت خرابوي او ټولنه د انحراف لور ته بیایي. ښاغلي نثار د ورته سمینارونو د دوام ډاډ ورکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې د خبریالانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې به اغیزمن تمام شي. دغه راز دغو مراسمو ته د غزني یو تن دیني عالم شیخ صیب یار محمد ابو منصور د بشري ټولنو لپاره د رسنیو رول ارزښتمن وباله او له خبريالانو څخه یې وغوښتل، چې د خبر ورکولو په وخت امانتداري، دقت او مسئولیت په نظر کې ونیسي هغه زیاته کړه چې رسنۍ د شرعي او کلتوري لوړتیا په برخه کې د پام وړ رول لوبولی شي چې باید پام ورته وشي. د غزني خبريالانو هم د دغه پروګرام هرکلی وکړ او تمه یې څرګنده کړه چې دغسې سمینارونو سره به د هیواد رسنۍ په مسلکي ډول پرمختګ وکړي.
❤️ 👍 4

Comments