د غزني اطلاعاتو او کلتور ریاست اطلاعات و فرهنګ غزنی
د غزني اطلاعاتو او کلتور ریاست اطلاعات و فرهنګ غزنی
February 12, 2025 at 06:20 PM
*عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله په لومړي ځل نن ورځ ( چهارشنبې ) د کندهار پوهنتون څخه د ليدنې ترڅنګ؛د ياد پوهنتون غړو، استادانو، کارکوونکو او زده کړېالانو ته هر اړخيزه وينا وکړه.* *د لوړو زدکړو وزارت مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه دې کتنه کې د دیني او عصري علم پر ارزښت هر اړخیزې خبرې اترې کړي دي.* *د يادې کتنې په پيل کې اميرالمؤمنين حفظه ویلي:(دواړه علوم په اخلاص زده کړئ، خپل نېت یوازې د الله جل جلاله د رضا لپاره وساتئ او د خپل علم په مرسته دین او خلکو ته ګټه ورسوئ.)* *د سرچينې د معلوماتو له مخې،د افغانستان اسلامي امارت زعیم زیاته کړې، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او هر یو له تاسو څخه په دې نظام کې خاص ځای لرئ.* *همدارنګه شيخ صاحب حفظه اللّٰه زیاتوي: د افغانستان اسلامي امارت تاسې ته د خیر اراده لري؛ مدرسه او ښوونځی نوره یوه اداره ده، د دواړو علمي ادارو ساتنه او ملاتړ پر موږ لازمي ده.* *عالیقدر امیرالمؤمنین استادانو او زده کړيالانو ته په خطاب کې ویلي، چې ټولنه د مدرسې او ښوونځي طالب‌ العلمانو ته په ډېره درنه سترګه ګوري
❤️ 👍 🌴 🌹 🐶 😇 🫀 23

Comments