
اداره نشراتی صدای افغان
February 19, 2025 at 03:17 AM
د افغانستان اسلامي امارت ریيسالوزرا ملا محمد حسن اخند د سوريې د نوې انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع ته د نوموړي د ټاکل کېدو له امله د مبارکۍ پیغام لېږلی.
رییسالوزرا په دې پيغام کې د مبارکۍ د وړاندې کولو تر څنګ احمد الشرع ته د ښې حکومتولۍ او د سوريې د ناخوالو د کابو کولو دعا کړې ده.
ملا محمد حسن اخند په دې ليک کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او هر اړخيزو اړيکو د پراختیا هيله ښودلې ده.
https://chat.whatsapp.com/FlN7bLL15Ad4VRv4gCIGrL