افغان غږ نشراتي اداره WhatsApp Channel

افغان غږ نشراتي اداره

606 subscribers

About افغان غږ نشراتي اداره

افغان غږ نشراتي اداره مو د نړۍ له حالاتو باخبره ساتي "

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

افغان غږ نشراتي اداره
افغان غږ نشراتي اداره
2/23/2025, 3:26:04 PM

‏د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير نور الدین عزیزي، ازبکستان ته د وروستي سفر په ترڅ کې ویلي، چې د ازبکستان له لوړپوړو چارواکو سره د سوداګرۍ د پراختیا په هدف هوکړه شوې، چې د دواړو لوریو په څلورو لویو ښارونو کې سوداګریز مرکزونه جوړ شي. https://chat.whatsapp.com/LvAMgER5w3KCOFn0S3kETE

Image
افغان غږ نشراتي اداره
افغان غږ نشراتي اداره
2/23/2025, 2:13:56 PM

‏ازبکستان هېوا ته د رياست‌الوزرا د اقتصادي مرستيال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي د دوه ورځني سفر لاسته راوړنې نن په کابل کې د يو خبري کنفرانس له لارې، له رسنیو سره شريکې کړې. https://chat.whatsapp.com/LvAMgER5w3KCOFn0S3kETE

❤️ 1
Image
افغان غږ نشراتي اداره
افغان غږ نشراتي اداره
2/24/2025, 5:04:28 AM

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن (دوشنبې د کب ۶مه) نېټه په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، دایکنډي، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بامیان، سمنګان، میدان وردګ، پکتیکا، غزني، جوزجان او بلخ ولایتونو کې د واورې، تېز باران او بادونه د پېښېدو اټکل کړی دی. https://chat.whatsapp.com/LvAMgER5w3KCOFn0S3kETE

Image
افغان غږ نشراتي اداره
افغان غږ نشراتي اداره
2/24/2025, 4:39:55 AM

‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت هېواد ته د بې‌کیفیته تېلو له وارداتو څخه د مخنیوي په موخه د اوبلن ګازو او نفتي توکو له شرکتونو او سوداګرو سره د همغږۍ غونډه کړې. د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه غونډه د احکامو او فرمانونو د څار او تعقیب رییس مولوي شمس‌الدین شریعتی او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد په مشري ترسره شوې ده. د یاد وزارت په وینا؛ غونډه کې ګډونوالو سوداګرو د بې کیفیته تېلو او نفتي توکو د وارداتو مخنیوي په موخه د اسلامي امارت هڅې ستایلي او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی. https://chat.whatsapp.com/LvAMgER5w3KCOFn0S3kETE

Image
افغان غږ نشراتي اداره
افغان غږ نشراتي اداره
2/23/2025, 8:35:06 AM

‏د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي د سفر په ترڅ کې، د افغانستان بانک رئیس نور احمد اغا د ازبیکستان د مرکزي بانک له رئیس تیمور اشمتوف سره کتلي دي. دواړو لوریو د بانکي همکاریو پر پراختیا، د بانکي لېږدونو اسانتیاوو او د ملي پولي واحدونو کارونې په اړه خبرې کړي https://chat.whatsapp.com/LvAMgER5w3KCOFn0S3kETE

❤️ 1
Image
افغان غږ نشراتي اداره
افغان غږ نشراتي اداره
2/24/2025, 4:47:28 AM

‏د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې یې د افغانستان په مرکزي سیمو کې د بې‌ځایه شویو او بېرته راستنېدونکو لپاره ۱۹۰ دایمي سرپناوې جوړې کړي دي. د دې کمېشنرۍ په وینا؛ یادې سرپناوې د جاپان د حکومت په مالي مرسته جوړې شوې دي. https://chat.whatsapp.com/LvAMgER5w3KCOFn0S3kETE

Image
افغان غږ نشراتي اداره
افغان غږ نشراتي اداره
2/24/2025, 7:53:35 AM

‏د بلخ ولایت په چمتال، او بلخ ولسواليو کې د څه باندې ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د شپږو شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یادو شبکو د جوړېدو سره شاوخوا ۹۰۰ کورنیو پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ. https://chat.whatsapp.com/LvAMgER5w3KCOFn0S3kETE

Image
افغان غږ نشراتي اداره
افغان غږ نشراتي اداره
2/24/2025, 7:30:24 AM

د کندهار ولايت په خاکرېز ولسوالۍ کې، د ۱۸ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو دوه بندونه رغول کېږي. د سرپرست حکومت، ‏د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د کانونو ریاست له پراختیايي بودجې څخه د خاکرېز ولسوالۍ په بي بي ګوهر او تمبیل سیمو کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو دوه بندونه رغول کېږي.

Image
افغان غږ نشراتي اداره
افغان غږ نشراتي اداره
2/23/2025, 11:18:07 AM

‏د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د روان کال د سلواغې میاشتې پرمهال هېواد کې د برېښنایي پېژندپاڼو له ۵۷ مرکزونو او اسان خدمت له لاري ۲۷۰ زره او ۶۵۰ کسانو ته پېژندپاڼې وېشل شوې دي. د دې ادارې د معلوماتو له‌مخې، کابل، کندهار، هرات، بلخ او هلمند هغه ولایتونه وو، چې یاده میاشت کې تر ټولو زیاتې برېښنایي پېژندپاڼې پکې وېشل شوې دي. https://chat.whatsapp.com/LvAMgER5w3KCOFn0S3kETE

Image
افغان غږ نشراتي اداره
افغان غږ نشراتي اداره
2/23/2025, 6:42:05 AM

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، چې د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي سره د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ، ازبیکستان ته سفر کړی، د دغه هېواد د کرنې له وزیر ابراهیم عبدالرحمن‌اف سره کتلي. ‏په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بندرونو کې د نباتي قرنطین، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش، د اوبو مدیریت، د څاڅکي اوبولګولو سېستم پراخولو او د ازبیکستان د خصوصي سکتور پانګونې ته د زمینې برابرولو په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا بحث شوی دی. ازبیکستاني لوري له افغانستان سره د سربندونو، د اوبولګولو کانالونو او د اوبو سرچینو د ښه تنظیم په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی. https://chat.whatsapp.com/DcVDVONCtIHFhsz3807e10

Image
Link copied to clipboard!