
اداره نشراتی صدای افغان
February 19, 2025 at 07:42 AM
د اسلامي امارت یوه لوړپوړي پلاوي د قوشتیپې کانال له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشري یوه پلاوي د ملي پراختیا شرکت د رییس عبدالرحمن عطاش په ملتیا د قوشتیپې ستر ملي کانال له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې.
یاد پلاوي د دې لیدنې پر مهال د اړوندو ادارو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ او ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دا پروژه به اسلامي امارت د اوبو مدیریت او د هېواد اقتصادي ودې لپاره خپلو ستراتیژیکو موخو ته ورسوي.
یاده دې وي چې دغه پلاوی څو ورځې وړاندې د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت له لوري د لا ډېرې همغږۍ رامنځته کولو لپاره ټاکل شوی و.
https://chat.whatsapp.com/FlN7bLL15Ad4VRv4gCIGrL