
اداره نشراتی صدای افغان
February 20, 2025 at 11:43 AM
د افغانستان اسلامي امارت په رسمي توګه اعلان کړی، چې د روم اساسنامې، او پر بنسټ يې د "نړيوالې جنايي محکمې" په نامه جوړښت ته ځان مکلف نه بولي او یادې اساسنامې ته د تېرې ادارې الحاق هېڅ ډول حقوقي اعتبار نه لري.
د اسلامي امارت خپره شوې اعلامیه کې راغلي "داسې حال کې چې د نړۍ ډیری لوی هېوادونه د دې محکمې غړي نه دي، د افغانستان په څېر يوه هېواد، چې تل د نورو د اشغال او استعمار له لوري مظلوم واقع شوی دی، غړیتوب یوه غیرې ضروري چاره ده."
یاده اعلامیه کې دغهراز ویل شوي، چې دې محکمې د سیاسي تمايلاتو له مخې چلند کړی او د افغانستان په شمول ډېرو هېوادونو کې د لویو ظلمونو او جنایتونو په اړه پټه خوله پاتې شوې ده.
https://chat.whatsapp.com/FlN7bLL15Ad4VRv4gCIGrL