اداره نشراتی صدای افغان
اداره نشراتی صدای افغان
February 22, 2025 at 07:22 AM
‏د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن ( شنبه، دکب ۴ مه) د دوو ورځو لپاره په رسمي سفر اوزبيکستان ته ولاړ. د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې د دې سفر موخه د افغانستان او اوزبيکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو ‏او ترانزیټي اړیکو پراخول او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې جذب دی. په دې سفر کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د افغانستان بانک عمومي رییس نوراحمد اغا، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو مرستیال مفتی عبدالـمتین سعید او د یو شمېر سکتوري ادارو استازي ګډون لري. https://chat.whatsapp.com/FlN7bLL15Ad4VRv4gCIGrL

Comments