
افغان غږ نشراتي اداره
February 22, 2025 at 01:12 PM
چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي پل کلومن او د چین لپاره د یاد هیواد له سفیر ویبجورن ډایسویک سره وکتل.
په دې کتنه کې پل کلومن ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د اقلیمي بدلون، بزګرانو ته د بدیلو کښتونو ورکړې، له بېوزلو سره د بشري مرستو او نورو بېلابېلو برخو کې خپلو هڅو او مرستو ته دوام ورکوي.
همدا راز دې کتنه کې ښاغلي کریمي د افغانستان او ناروې ترمنځ ډیپلوماتیک پرمختګونه ستایلي او دا یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو پراختیا لپاره مهم بللي دي.
https://chat.whatsapp.com/FlN7bLL15Ad4VRv4gCIGrL